چارواکي: شمالي وزیرستان کې د نجونو دوه ښوونځي په بمونو الوځول شوي

د نجونو دا منځني ښوونځي د ميرعلي په حسوخېل او مسکي کلیو کې وو چې ناڅرګنده وسله‌والو پرون یکشنبې په باروتو الوځولي دي.

چارواکي وایي چې د پاکستان په شمالي وزیرستان کې تېره شپه د نجونو دوه ښوونځي په بمونو الوځول شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو دا خبره د ازادي راډیو د مشال څانګې ته کړې او ویلي یې چې دا ښایي د وسله والو کار وي.

د شمالي وزیرستان د پوليسو مشر سليم ریاض نن دوشنبې وویل چې د نجونو دا منځني ښوونځي د ميرعلي په حسوخېل او مسکي کلیو کې وو چې ناڅرګنده وسله‌والو پرون یکشنبې په باروتو الوځولي دي.

د چارواکو په خبره دا پېښه د شپې ناوخته شوې نو ځکه چا ته په کې زیان نه دی رسېدلی.

د دغې پېښې مسوولیت چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو چې نه یې غوښتل نومونه یې پر امنیتي دلایلو یاد شي، ازادي راډیو ته وویل چې په مسکي کې ښوونځی تر دا وروستیو پورې تړلی و ځکه وسله والو ورته ګواښ کړی و.

چارواکو ویلي چې په دغو دواړو ښوونځیو کې شاوخوا پنځه سوه زده کوونکو زده کړې کولې.