د اوکراين پوځ: د باخموت د کنټرول لپاره سخته جګړه شوې

په باخموت کې د روانې جګړې له امله د ویجاړیو یو انځور

د اوکراین پوځ د روسیې له هغې ادعا سره سره چې ویلي یې دي، ځواکونو یې پر باخموت ښار بشپړ کنټرول ټینګ کړی، نن وویل چې د دې ښار پر ختیځې برخې د کنټرول لپاره تېره ورځ سخته جګړه روانه وه.

باخموت له څو میاشتو راهیسې د اوکراین په ختیځ کې د جګړې پر مرکز بدل شوی دی.

د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر د جګړې په اړه د وروستیو پرمختګونو په راپور کې ویلي چې د اوکراین په ختیځ کې اصلي جنګي عملیات د دونیڅک د سیمې د باخموت اودیوکا ماریانکا د جګړې پر کرښې متمرکز دي.

د اوکراین پوځ ویلي چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې ۳۷ بریدونه په شا تمبولي دي.

دغه راز ویل شوي چې روسي ځواکونو د اوکراین پر پوځ او ملکي اهدافو ۵۲ د میزایلو او هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

د اوکراین پوځ د باخموت په ختیځه برخه کې د سختو جګړو د دوام خبره داسې مهال کوي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د شنبې په ورځ وروسته له هغې خپلو پوځیانو ته د مبارکۍ یوه اعلامیه خپره کړه چې د روسیې دفاع وزارت او د واګنر په نوم د اجیرو وسله‌والو ډلې مشر د باخموت ښار د نیولو اعلان وکړ.