سوریې ۱۰۴ نورې ښځې او ماشومان تاجکستان ته سپارلي

د تاجکستان په هوايي ډګر کې له سوریې تسلیم شوې ښځې او ماشومان. دغه ښځې او ماشومان په هغو کمپونو کې ساتل کېدل، چې د سوریې په شمال کې د کرد ځواکونو تر حاکمیت لاندې د افراطي وسله‌والو د خپلوانو لپاره ځانګړي شوي وو.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ویلي، دوی ۱۰۴ نورې ښځې او ماشومان له سوریې څخه تسلیم کړل.

د تاجکستان په سلګونو وګړي په سوریه کې له افراطي ډلو سره ملګري شوي دي.

په ترلاسه شویو کسانو کې ۳۱ ښځې او ۷۳ ماشومان شامل دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د قزاقستان ۵ وګړي هم د قزاق چارواکو په غوښتنه تاجکستان ته ستانه کړای شوي دي.

دغه ښځې او ماشومان په هغو کمپونو کې ساتل کېدل، چې د سوریې په شمال کې د کرد ځواکونو تر حاکمیت لاندې د افراطي وسله‌والو د خپلوانو لپاره ځانګړي شوي وو.

د بشري حقونو ډلو له اوږدې مودې په دغو کمپونو کې د ژوند ناوړه شرایط او پراخ جنايتونه غندلي دي.

په زرګونو بهرني افراطي وسله‌وال له داعش یا اسلامي دولت ډلې سره ملګري شول او دوی خپلې ښځې او ماشومان هم له ځانونو سره هغه 'خلافت' ته وروستل چې داعش ډلې په ۲۰۱۴م کال کې په عراق او سوریه کې اعلان کړی و.