په افغانستان کې د ډينګي ناروغۍ د مخنيوي لپاره ۶۵ روغتياپالانې روزل شوي

ډینګي تبه هغه ناروغي ده چې له یو ډول غوماشې څخه انسان ته انتقالېږي او په روغتیا ناوړه تاثیر کوي.

ډینګي تبه هغه ناروغي ده چې له یو ډول غوماشې څخه انسان ته انتقالېږي او په روغتیا ناوړه تاثیر کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' په افغانستان کې د ډینګي تبې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د یو لړ اقداماتو خبر ورکوي.

د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل چې د ډینګي ناروغۍ د ښه مدیریت کولو په درې ورځنیو، دولسو روزنیزو کورسونو کې یې ۶۵ ښځینه روغتیاپالانې روزلي دي.

ياد سازمان ویلي، د بارانونو له موسم سره د ډینګي پېښو د زیاتېدو امکان شته او له همدې امله دوی روغتيایي کارکوونکي روزي چې دغه ناروغي ښه مدیریت کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په دې وروستیو کې یې د کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار د اتلسو روغتونونو او ۲۵۰ روغتیایي مرکزونو ۳۰۰ ډاکټرانو، نرسانو او د لابراتوارونو کارکونکو ته روزنه ورکړې ده.

ډینګي تبه هغه ناروغي ده چې له یو ډول غوماشې څخه انسان ته انتقالېږي او په روغتیا ناوړه تاثیر کوي.