د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف په يوه ویډیوي پیغام کې ویلي چې د هندوستان کرکټ بورډ ادارې په بلنه د یکشبې په ورځ یاد هېواد ته لاړ او هلته به د آی پي ایل د پاتې لوبو د لیدو ترڅنګ د هندي بورډ له مشرتابه سره په یو لړ موضوعاتو خبرې هم وکړي.
اشرف په دې ويډيوي پیغام کې ویلي چې د هندي کرکټ بورډ له لوري ورته د آی پی ایل سیالیو د 'پلی آف' او پای لوبې د لیدلو رسمي بلنه ورکړل شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د لوبو د لیدو ترڅنګ یې مهمه موخه دا ده چې له هندوستان سره د سوپرلیګ د درېیو یو ورځنیو ځنډیلو سیالیو لپاره د نېټو په ټاکلو او ترسره کولو له خپلو سیالانو سره خبرې وکړي.
اشرف زیاته کړې: "له بي سي سي آی سره په څلورو مهمو مسایلو خبرې وکړم. د سوپرلیګ سیالیو په تاریخونو به خبرې وکړو، په تخنیکي مسایلو به وغږېږو چې څنګه یو بل سره مرسته کولای شو. هلته د نولس کلنې او الف لوبډلې د سیالیو او دوه اړخیزو لوبلړیو په مسایلو خبرې کول دي، کېدای شي یو وار بیا مونږ هلته د نورو نړیوالو لوبډلو کوربتوب وکړو، په دې هکله هم خبرې کوو."
هغه دغه راز د هندوستان حکومت له لوري افغان لوبغاړو ته د ویزو د نه ورکولو موضوع هم جدي وبلله او ډاډ یې څرګند کړ چې د خپل سفر پرمهال به یې د حل لپاره د هند کرکټ ادارې له مشرتابه سره خبرې وکړي.
د نوموړي په خبره چې دا سفر به له لاسته راړونو ډک وي او ذکر شویو مسایلو ته به حل لارې لټوي.
باید وویل شي چې د مخکیني افغان حکومت په دوران کې د هندوستان کرکټ بورډ ادارې له افغان کرکټ بورډ سره په بېلاېیلو برخو کې ګڼې مرستې کولې چې افغان کرکټ ادارې به د یاد هېواد په بېلابېلو لوبغالو کې خپلې نړیوالې سیالۍ ترسره کولې.