سوډان کې د جګړې ښکېلو لوريو پر اووه ورځني اوربند موافقه کړې

د سوډان له جګړې یو انځور

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سوډان کې د جګړې ښکېلو لوریو سر له دوشنبې پر اووه ورځني اوربند موافقه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، په جګړه ځپلي سوډان کې د دې اوربند هدف خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د زمینې برابرول دي.

د جګړې ښکېلو لوریو موافقه کړې چې پر ټاکل شوي وخت به خپل ځواکونه له روغتونونو او نورو عامه تاسیساتو باسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په ټویټر کې اعلان کړې چې پر دغه اوربند د امریکا د متحدو ایالتونو او سعودي عربستان په منځګړیتوب موافقه شوې، چې د سوډان د دواړو جهتونو د استازو له‌خوا د سعودي عربستان په جده ښار کې لاسلیک شو.

د اپرېل میاشتې پر ۱۵مه د سوډان د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه‌‌و د قوماندان محمد حمدان دقلو ترمنځ د جګړو له پیل سره په سلګونو کسان وژل شوي دي.