د اوکراين جګړې ختمېدو لپاره په روسيې د فشار راوړلو غوښتنه وشوه

د نړۍ د اووه لویو صنعتي هېوادونو مشران

د نړۍ د اووه لویو صنعتي هېوادونو ډلې په ګډه له چین غوښتنه وکړه، چې د اوکراین د جګړې ختمولو لپاره پر خپلې سټراتېژیکې شریکې روسیې، فشار راولي.

د جي۷ ډلې رهبرانو پرون په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دوی نه‌غواړي چین ته زیان واړوي او هڅه کوي چې له پېکېنګ سره رغوونکې او ثابتې اړیکې ولري.

دوی ویلي، له چین سره د صادقانه تعامل اهمیت درک کوي او خپلې اندېښنې په مستقیم ډول ورسره شریکوي.

دوی په خپله اعلامیه کې له چین غوښتنه کړې چې پر روسیې فشار راولي څو په اوکراین کې خپل پوځي تهاجم پای ته ورسوي او خپل پوځیان سم د لاسه او له شرط پرته له اوکراین وباسي.

هلته په اوکراین کې روسیې د باخموت ښار د نیولو ادعا کړې، خو اوکرایني چارواکي وايي د دې ویجاړ شوي ختیځ ښار پر سر لا هم جګړه روانه ده.

د روسیې دفاع وزارت دغه راز د واګنر په نوم د روسیې د اجیرو پوځیانو د ډلې مشر د باخموت ښار د نیولو ادعا کړې ده.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې پرون ویلي وو چې د بخموت پر مهمو صنعتي ساحو د دوی د مدافعانو جګړه لا هم دوام لري.