د افغانستان بشري حقونو کمېسيون: ايران پر افغانانو محدوديتونه زيات کړي

ارشیف: په ایران کې یو شمېر افغان کډوال

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو ملغی اعلان کړی او له هېواده بهر فعالیت کوي وايي، په ایران کې پر افغانانو محدودیتونه زیات شوي دي.

دغه کمېسیون پرون شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه محدودیتونه تر ډېره په اصفهان ولایت کې پر افغان کډوالو اجرا شوي دي.

د اعلامیې له مخې د تازه تبعیضي پرېکړو له مخې په ایران کې افغان کډوال یوازې درانه کارونه کولی شي، چې په نورو برخو کې یې د کار ساحه محدودېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ایران کې د افغان کډوالو د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه ښودلې ده؛ د ایران له حکومت او د دغه هېواد له نورو بنسټونو یې په جدیت غوښتنه کړې چې د کډوالو په اړه د بشري حقونو نورمونه رعایت کړي.

کمېسیون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له لویې کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له لویې کمېشنرۍ غوښتنه کړې چې په ایران کې د افغان کډوالو د بشري حقونو د وضعیت ښه کېدو لپاره څېړنه او عاجل اقدامات وکړي.

دا په داسې حال ده چې په وروستیو ورځو کې د هلمند له سیند نه د ایران د اوبو د حق پر سر د طالبانو او ایران ترمنځ لفظي ناندرۍ زیاتې شوې دي.