طالبانو د بخش اباد بند د رغونې لپاره یو بانکي حساب جوړ کړی

په فراه کې د بخش اباد بند

د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر وايي، په فراه کې یې د بخش اباد بند د رغونې لپاره یو بانکي حساب جوړ کړی دی.

ملا عبداللطیف منصور پرون شنبه د دغه بند د کانالونو د چارو د پرانیستې په اړه جوړو شویو مراسمو کې دا خبره وکړه.

نوموړي وويل: "موږ په ټوله فراه کې کور پر کور وګرځېدو، لکه مخکې هم چې راغلی وم موافقه مو وکړه چې یو بانکي حساب به پرانېزو، تاسو وویل چې له هر کور څخه پیسې ټولوو او دا بند جوړوو."

د ملا عبداللطیف منصور په وینا د بخش اباد بند د جوړولو چارې په یوه کال کې بشپړېږي.

په فراه کې د بخش اباد بند د جوړولو چارې د تېر جمهوري نظام پر مهال پیل شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ له هلمند سیند نه د ایران لوري ته د اوبو د خوشې کېدو په اړه د ایران لوړپوړو چارواکو ډول ډول له خبرداري ډکې څرګندونې کړې دي.