د بورکینا فاسو په لوېدیځ کې د مالي پولې ته څېرمه د افراطي مشکوکو وسلهوالو لهخوا په حمله کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.
یوه محلي چارواکي پرون شنبه دا خبره د فرانسې خبري اژانس ته کړې ده.
دغه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، نامعلومو وسلهوالو دا حمله په کای کلي کې د جمعې ناوخته کړې ده.
ځايي اوسېدونکو هم د حملې خبر تایید کړی دی.