ساينسپوهان: اوسني انسان درې سوه زره کاله مخکې نړۍ ته راغلي

ساینسپوهان د لومړنیو انسانانو د کوپړیو په اړه د څېړنو پر مهال

ساینسپوهان وايي، اوسني انسانان درې سوه زره کاله مخکې د افریقا په لویه وچه کې نړۍ ته راغلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، تر ټولو زړه کوپړۍ د مراکش او د اطلس سمندر ترمنځ په جبل ایرهود سیمه کې کشف شوې ده.

دا چې په ایټوپیا او جنوبي افریقا کې د انسانانو زړې کوپړۍ لږې پیدا کېږي، دې مسئلې په دې اړه چې انسان نورې نړۍ ته تر خپرېدو مخکې د افریقا په لویه وچه کې څنګه په جغرافیايي لحاظ پراختیا ومونده د اطلاع ټولونې کارونه سخت کړي دي.

ساینسپوهان هیله‌من دي چې پر نوې کشف شوې کوپړۍ څېړنې به ځینو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.