په هلمند کې د بېلابېلو پېښو له امله ۲۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هلمند ولایت موقعیت

تېره اوونۍ هلمند کې د خپلمنځي شخړو او جنایي پېښو له امله دوه تنه مړه شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست له‌خوا په یوه خپاره شوي بیان کې راغلي چې دا پېښي د دې ولایت په سنګین، باباجي، مارجې، نادعلي، موسی کلا او ګرمسېر ولسواليو کې رامنځته شوي دي.

د سرچنې د معلوماتو له مخي د جنایي پېښو لامل معلوم نه‌دی، خو خپلمنځي شخړي تر ډېره په حقوقي مسایلو رامنځته شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست دغه راز په یو بل بیان کې ویلي، تېره اوونۍ یې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او شاوخوا ولسوالیو کې ۱۶ تنه د غلا په تور نیولي او بندیان کړي دي.