طالبانو د بخش اباد بند د تونلونو د جوړولو کار پيل کړ

د بخش اباد بند یو تونل

د طالبانو حکومت له ایران سره پر پوله د فراه د بخش اباد بند د تونلونو د جوړولو کار پیل کړ.

د طالبانو د حکومت د رییس الورزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور فراه ته تللي وو او د کار پرانیسته یې وکړه.

ملا برادر وویل، له اقتصادي ستونزو سره سره دولت ژمن دی چې دا پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي.

د بخش اباد بند ۲۷ مېګاواټه برښنا تولیدوي او په جوړېدو سره به د سیمې د نږدې ۷۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

د بخش اباد بند د جوړولو لپاره طالبانو داسې وخت کې هڅې پيل کړي چې ایراني چارواکو د حقابې پر سر کلکې نیوکې ورباندې کړي.