د ایران یوه چارواکي ویلي چې د دوی په هېواد کې تر پنځو میلیونو ډېر افغان کډوال ژوند کوي چې د دې سترې شمېرې مدیریت نړیوالې پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان دا خبره د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش سره د ټیلفوني مکالمې پرمهال وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلي چې ګوټېرېش د دې خبرو پرمهال ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو په برخه کې د ایران ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان کډوال په ایران کې له بد چلنده شکایت کوي.
ځينو افغانانو ازادي راډیو ته په وروستیو کې وویل چې، د ایران د کډوالو د تګلارې له مخې دوی بانکي کارتونه نهشي ترلاسه کولای چې په دې ډول د موبایل ټیلفونونه نهشي اخیستلی، په میټرو کې سفر نهشي کولای او حتی د وچې ډوډۍ له اخیستلو محرومه شوي دي.