کابلوف: د کازان غونډه کې د طالبانو ګډون د دوی د رسميت پېژندنې په مانا نه ده

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

روسیه وایي چې د کازان په غونډه کې یې د طالبانو پلاوي ته د ګډون بلنه ورکړه، خو دا په دې مانا نه‌ده چې دوی د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي چې د طالبانو هغو کسانو د کازان په غونډه کې برخه واخیسته چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لورې بندیز نه‌دی پرې لګېدلی.

د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وکړه.

د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې دا دوه ورځنۍ اقتصادي غونډه پرون پای ته ورسېده چې په‌کې تر پنځه اتیا د ډېرو هېوادو استازیو برخه اخیستې وه.