د امریکا ولسمشر جوبایډن ښایي ډېر ژر دا پروګرام پيل کړي چې اوکرایني پیلوټان د ایف۱۶ جنګي الوتکو روزنه ترلاسه کړي.
دوې سرچینې چې له دې موضوع خبرې دي وایي چې دا روزنیز پروګرام به په اروپا کې په څو اوونیو کې پيل شي.
د راپورونو له مخې ولسمشر بایډن د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وویل، دی غواړي اوکرایني پیلوټان د داسې الوتکو روزونه ترلاسه کړي چې په نویو مجهزو وسایلو سمبالې وي.
د امریکا متحد ایالتونه او د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه د اوکراین له متحدانو څخه دي چې پر دغه هېواد د روسیې د غیرموجه برید له امله له کییف سره پوځي مرستې کوي.