يونېسف: ۱۶ میلیونه افغان ماشومان په وږي نس ویده کېږي

په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې نږدې ۱۶ ميلیونه ماشومان په وږي نس ویده کېږي.

په افغانستان کې د یونېسف استازي فران ایکویزا پرون پنجشنبه په یوه کنفرانس کې وویل: "دغه شمېر ماشومان په وږي نس له خوبه پاڅي، دوی د خوب ځای ته په وږي حالت کې ځي. د څښلو لپاره پاکې اوبه او د خوب لپاره بړستنې نه لري. دوی مجبوره شوي، په کورونو، پر لارو سړکونو، کروندو، کانونو او دکانونو کې مزدوري وکړي."

په افغانستان کې د یونېسف استازی وايي، په دغه هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر یو ميلیون او شپږو لکو ته رسېږي.

د یونېسف په وینا، اټکل کېږي چې روان ۲۰۲۳م کال کې به ۲ ميلیونه او ۳ لکه ماشومان له سختۍ خوارځواکۍ سره مخامخ شي.

وروسته له هغې چې طالبانو څه کم دوه کاله مخکې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د افغانستان اقتصادي نظام له رکود سره مخامخ شو او د نړیوالو سازمانونو په وینا په دغه هېواد کې د بېوزلۍ اندازه لوړه شوه.