یوې زورورې زلزلې اسټرالیا ته څېرمه د نیو کالیدونیا جزایر ولړزول

د نیو کالیدونیا یوه څنډه

نن جمعه یوې زورورې زلزلې اسټرالیا ته څېرمه د نیو کالیدونیا په نوم د فرانسې د قلمرو لویالټي جزایر ولړزول.

د امریکا د متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې اداره وايي، د دې زلزلې شدت د ریښتر په مقیاس اووه اعشاریه اووه درجې و.

د دې ادارې په وینا، تر زلزلې وروسته د ارام سمندر پر ځینو نورو ټاپوګانو د څونامي توفان د راتلو د خطر زنګ هم وغږول شو.

د اسټرالیا د هواپوهنې اداره وايي، په نیو کالیدونیا کې د اتو سانټي مټرو په اندازه د څونامي څپې یې لیدلي دي.

د نیوزیلنډ حکومت هم تر زلزلې وروسته د څونامي توفان د راتلو په باب خبرداری خپور کړی دی.