د ایران د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو اعلامیې ته غبرګون وښود

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداالهیان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د اعلامیې په غبرګون ویلي چې د اوبو د موجودیت یا نشتوالي معیار سیاسي بیانیه نه بلکې تخنیکي کسان ټاکي.

حسین امیر عبداالهیان ویلي چې څو واره یې د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي غوښتي چې د اوبو د اندازې د سنجولو لپاره دې یوه تخنیکي پلاوي ته اجازه ورکړي، خو طالبانو دا کار نه دی کړی.

حسین امیر عبداالهیان دا څرګندونې وروسته تر هغه په خپل ټوېټر لیکلې چې د طالبانو حکومت پرون په یوه اعلامیه کې د هلمند له سینده د ایران د حقابې په تړاو د ایراني ولسمشر او نورو چارواکو څرګندونې نامناسبې وبللې.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې ایراني چارواکي دې خپلې غوښتنې په مناسبه توګه مطرح کړي او له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې د دواړو هېوادونو اړیکې سړوي.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي سیستان او بلوچستان ته په سفر کې طالبانو ته ګواښ کړی چې د ایران حقابه پوره ورکړي که نه بیا د ګیلې حق نه لري.

د طالبانو حکومت وایي چې د ایران حقابې ته ژمن دی، خو په دې شرط چې د اوبو اندازه کافي وي.