واشنګټن: تهران دې سعید یعقوبي، صالح میرهاشمي او مجید کاظمي نه اعداموي

له چپ لور څخه ښي لور ته صالح میرهاشمي، مجید کاظمي او سعید یعقوبي هغه معترضان چې د ایران په اصفهان زندان کې بندیان دي.

واشنګټن له تهران څخه غوښتي چې د سعید یعقوبي، صالح میرهاشمي او مجید کاظمي په نوم دری معترض بندیان اعدام نه کړي.

دغو درېیو واړو بندیانو له خلکو په یوه لیک کې غوښتي چې د دوی د اعدام مخه دې ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټېل پرون د مې ۱۸مه وویل چې امریکا د ایران له خلکو او نړیوالې ټولنې سره یو ځای له ایرانه غوښتي چې دغه اعدامونه اجرا نه کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د مې په ۱۶مه په خپل کلني راپور کې اعلان وکړ چې په ۲۰۲۲ کال کې په ایران کې د اعدامونو شمېر ۵۷۶ ته لوړ شوی و حال دا چې وړم کال د دغه بنسټ په خبره هلته ۳۱۴ اعدامونه اجرا شوي وو.

د ایران د بشري حقونو ډله چې مرکز یې په ناورې کې دی وايي، په ایران کې سږ کال تر اوسه ۲۴۳ کسان اعدام شوي دي.