مککال: د طالبانو رسميت پېژندل له ښځو سره د دوی په چلند پورې تړلی

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې مشر مایکل مککال

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې مشر مایکل مککال وايي، تر څو چې طالبان له ښځو سره په خپل چلند کې بدلون رانه‌وړي او بشري حقونه رعایت نه‌کړي، حکومت به یې په رسمیت ونه پېژندل شي.

هغه له امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، که طالبان ښځې د خپلې ټولنې برخه ونه ګرځوي، د کانګرس دواړه ګوندونه به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

ده ټینګار وکړ، طالبان باید ښځو ته د ملکیت په سترګه ونه ګوري بلکې برابر چلند ورسره وکړي.