د چک يوه موسسه په افغانستان کې کورونه او ښوونځيو ته ودانۍ جوړوي

ارشیف: په بدخشان کې د یوه ښوونځي زده کوونکي

د پین یا پیپل این نیډ په نوم د چک جمهوریت د مرستندویې موسسې شاوخوا ۱۲۰ تنه رضاکاران په افغانستان کې خلکو ته کورونه او د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړوي.

دې موسسې په خپله رسمي ویبپاڼه کې همداراز ویلي چې له سلګونو اړو افغانانو سره بشري مرستې کوي.

د پین د رسنیو د برخې همږغوونکي پیتر سټیفن د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د چک رضاکاران په افغانستان کې سیمه‌ییز ښوونځي هم پرانېزي.