افغان ملي اتڼ د امریکا د یوه پوهنتون په درسي نصاب کې شامل شوی

ارشیف

افغان ملي اتڼ د امریکا متحده ایالاتو د ویسکانسن دولتي پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په درسي نصاب کې شامل شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې اتڼ په نړیواله کچه د داسې یو مشهور پوهنتون په نصاب کې شاملېږي.

د ویسکانسن پوهنتون د نڅا څانګې مشر مایکل اسټینیچ وايي، د افغانانو د کلتور او د هغوی په ټولنه کې د اتڼ د ارزښت په اړه له څېړنو وروسته یې دا دودیزه نڅا په خپل نصاب کې شامله کړې ده.

نوموړی وايي: "کله چې مو په لومړي ځل په ټولګي کې دا نڅا له محصلانو سره یو ځای تجربه کړه، ټوله خونه انرژۍ، جوش او ستاینې پر سر واخیسته."

د دغه پوهنتون د نڅا برخې استادان د اتڼ اوږده تاریخ، بېلابېلو بڼو او په دغه نڅا کې همغږۍ حیران کړي، او وایي چې لا یې اوږده لار په مخ کې ده تر څو د افغانانو په څېر اتڼ زده کړي.