د ايران ولسمشر له طالبانو په زغرده د هلمند سیند اوبو کې د حق غوښتنه کړې

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د طالبانو له حکومته په زغرده غوښتي چې د هلمند د سیند د اوبو حق یې ورکړي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ريیسي سیستان بلوچستان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، طالبان دې د ده خبرې بابیزه نه ګڼي.

نوموړي ويلي: "د سیستان بلوچستان خلک چې له هلمند د اوبو کوم حق لري، هغه د خلکو حق دی. زه د افغانستان حاکمانو ته عرض کوم چې زمونږ مطلب دې عادي نه ګڼي، دا دې ډېره جدي وګڼي."

رییسي وویل، که چېرته د افغانستان لوری دا پلمه کوي چې په بند کې اوبه کمې شوي، نو باید د ایراني متخصصانو یوه پلاوي ته اجازه ورکړي چې سیمه له نږدې وګوري.

د افغانستان او ایران ترمنځ په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو معاهده لاسلیک شوه.

د دې موافقې له مخې، په یوه نورماله او له اوبو ډک کال کې چې د هلمند د سیندیزې حوزې اوبه شپږ نیم میلیارده متر مکعبو ته رسېږي ایران د ۸۲۰ میلیون مکعبه اوبو حقابه لري.

د ایران یوه چارواکي تازه ویلي چې تېر کال کې یې د هلمند سیند شاوخوا ۲۷ میلیون متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي دي.

تسنیم خبري اژانس د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په حواله ویلي، د هلمند د معاهدې له مخې، په کال کې باید ایران ته ۸۲۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ورکړل شي.

د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې اړه خبرې هم کړي دي.