د چين استازی: د اوکراين جګړې ښکېل لوري دې د مذاکراتو لپاره شرايط برابر کړي

د عکس ښي لور ته د چین د ځانګړي استازي لي هوی په مشرۍ پلاوی او چپ لور ته د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټري کولیبا او ورسره مل پلاوی د خبرو پرمهال

د چین ځانکړی استازی وایي، د اوکراین د جګړې لپاره حل لار نه‌شته، خو له ښکېلو خواو يې وغوښتل چې د سولې د خبرو اترو لپاره شرایط برابر کړي.

د چین د ځانګړي استازي دا څرګندونې نن د ­مې ۱۸مه د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپانه کې اوکراین ته د هغه له سفر وروسته خپرې کړي دي.

د چین ځانکړی استازی لي هوی د روانې اونې د سه‌شنبې او چهارشنبې په ورځ د اوکراین په سفر و.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې راغلي، د چین ځانکړي استازي لي د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلنسکي، د بهرنیو چارو وزیر دیمیټري کولیبا او نورو دولتي مشرانو سره د سیاسي جوړجاړي له لارې د اوکراین او روسې د شخړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وکړې.

د اوکراین د بهرنیو چاور وزارت ویلي کولیبا، لي ته وویل چې کییف به د جګړې د پای ته رسولو هېڅ داسې وړاندیز ونه مني چې د خاورې له لاسه ورکول یا د جګړې ګنګل کېدل په‌کې شامل وي.

چین د روان کال په پیل کې د اوکراین او روسې ترمنځ د جګړې د ارامولو او اوربند ته د رسېدو لپاره یوه ۱۲ ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړه، خو لوېديځو هېوادونو له پامه وغورځوله او ویې ویل، چین د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه کې بې پلوه نه‌دی.