له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د یوه محرم سند کتلو ته اجازه ورکړل شوه

د امریکا په مشرۍ د کابل له نړیوال هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور - August 26, 2021

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې وویل، د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې دوه جګپوړي غړي کولای شي د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې له افغانستانه په ګډوډۍ کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د یوه محرم سند اصلاح شوې نسخه وګوري، چې د دې کمېټې جمهوري غوښتونکي مشر مایکل مککال یې غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې چې د مککال په مشرۍ دا کمېټه راتلونکې اوونۍ د می په ۲۴ پر دې مسئلې چې ایا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د بهیر د څرنګوالي په اړه د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن کانګرس ته د سپکاوي په جرم تورن کړي او که نه، رایې واخلي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ویدانټ پټیل خبریالانو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزارت به مککال او د دې کمېتې جګپوړي ډیموکراټ غړي ګریکوري میکس ته اجازه ورکړي چې یوه اصلاح شوې نسخه چې د چینل د کارونکو هویت په کې خوندي شوی، وګوري.

مککال چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو پر بهیر څېړنه کوي، له امریکایي سي این این تلوېزیون سره په مرکه کې د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام چې ډیپلوماتیک چینلونو ته د لاسرسي اجازه ورکوي، یو مهم پرمختګ وباله او ویې ویل، که د بهرنیو چارو وزارت د کمېټې ټولو غړیو ته اجازه ورکړي چې دغه چینلونه وګوري نو دی فکر کوي چې دوی یوه حقوقي دعوا په محکمه کې حل کړې ده.

د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ویلي، له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو او تخلیې بهیر له ګډ وډیو سره مل و او په همغو شپو ورځو کې د کابل هوایي ډګر مخته یوې چاودنې ۱۳ امریکایان او نږدې ۲۰۰ افغانان ووژل.

د امریکا ولسمشر جوبایډن بیا په وار وار له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو ننګه کړې ده.