د یمن لپاره د ملګرو ملتونو استازي پرون چهارشنبې هیله وښوده چې د یمن د جګړې ښکېل لوري به د دغې اته کلنې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ خبرو ته بېرته ستانه شي.
هانس ګروند بیرګ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، دی ډاډه دی چې تېره میاشت د بندیانو د تبادلې په اړه د حکومت او د سیالې ډلې، حوثي یاغیانو ترمنځ هوکړه به د دوی ترمنځ باور لا زیات او د خبرو اترو لپاره د یوه مناسب چاپېریال له رامنځته کولو سره مرسته وکړي.
ګروند بیرګ د ملګرو ملتونو په ملاتړ شپږ میاشتني اوربند ته په اشاره چې د اعتبار موده یې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې پای ته رسېدلې وویل، د اوربند له پای ته رسېدو سره سره لیدل کېږي چې په تېرو اوو میاشتو کې اوربند دوام کړی او پلازمېنې صنعا ته د سوداګریزو الوتنو او د یمن مهم بندر حدیده ته د تېلو او نورو سوداګریزو توکو د لېږدونکو کښتیو تګ راتګ دوام لري.
هغه ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د یمن په مشرۍ د خبرو د بیا پیلېدو په نتیجه کې باید داسې یوه حللاره وموندل شي چې د یمن جګړې ته د پای ټکی کېږدي او زیاتوي موقتي حل لارې د دې هېواد ستونزې نه شي حل کولای.
په یمن کې روانې جګړې د په زرګونو کسانو ژوند اخیستی او د عربي نړۍ دا تر ټولو بې وزله هېواد یې نور هم بې وزله کړی دی.