کانګرس ته د سپکاوي له امله د استازو جرګه د بلېنکن په اړه رايه اچونه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

ټاکل شوې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه راتلونکې اوونۍ پر دې رایه اچونه وکړي چې له افغانستانه د راوتلو په مسئله کې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن کانګرس ته د سپکاوي په جرم تورن کړي او که نه.

د رویټرز خبري اژانس په وینا د دغې کمېټې مشر مایکل مککال پرون چهارشنبه وویل چې د رایې اچونې دغه غونډه به د مې په ۲۴مه جوړېږي.

مککال چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو پر بهیر څېړنه کوي وایي، د ځینو اسنادو له مخې د دغه بهیر د حساب ورکونې پروسه بشپړه نه بولي.

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکې کمېټې مشر وایي، له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو او تخلیې بهیر له ګډوډیو سره مل و او په همغو شپو ورځو کې د کابل هوایي ډګر مخته یوې چاودنې ۱۳ امریکایان او نژدې دوه سوه افغانان ووژل.

د امریکا ولسمشر جوبایډن بیا په وار وار له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو ننګه کړې ده.