محکمې د عمران خان د خوشې کېدو حکم د مې مياشتې تر وروستيو تمديد کړ

عمران خان تېره جمعه په ضمانت خوشې شوی.

د اسلام‌اباد لویې محکمې په ضمانت سره د مخکیني صدراعظم عمران د خوشې کېدو حکم د روانې می میاشتې تر پايه تمدید کړ.

دې محکمې د مې په نهمه د فساد په یوه قضیه کې د عمران خان له نیول کېدو او په دوام یې له تاوتریخجنو اعتراضونو وروسته نوموړی د تېرې جمعې په ورځ په ضمانت خوشې کړ.

د عمران خان مدافع وکیل نن وویل، د خان د ضمانت اعتبار چې نن پای ته رسېده تمدید شو، ځکه څارنوالانو غوښتنه کړې چې د ده د اړوندې قضیې د څېړنې لپاره وخت ته اړتیا لري.

د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکینی صدراعظم عمران خان نیول کېدو په پاکستان کې خونړي اعتراضونه وپارول.