د منځنۍ اسيا ځينو هېوادونو د افغانستان پر روان وضعيت اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې انځور

تاجکستان او د منځنۍ اسیا ځینو نورو هېوادونو په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

په ملګرو ملتونو کې د تاجکستان استازي بېګانۍ عمومي غونډې ته وویل چې هېواد یې له افغانستانه د مخدرو موادو د قاچاق او د تروریستي ډلو د فعالیت له کبله اندېښمن دی.

په عین حال کې د قزاقستان استازي په الماتا کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو د همغږي کولو لپاره د یوه مرکز د جوړېدو خبر ورکړی.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ځینو هېوادونو استازو یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو د حقونو او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره غږ وکړ.