کرکټ؛ افغانستان او بنګله‌دېش په جون کې درې لوبلړۍ پيلوي

د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ د لوبلړۍ مهالوېش

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې په راتلونکي جون میاشت کې به افغانستان او بنګله‌دېش د یو ورځنیو، شل اوریزو او ټېسټ لوبو درې لوبلړۍ ولوبوي.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان لوبډله به د جون میاشتې په لسمه بنګله‌دېش هېواد ته سفر وکړي او هلته به لومړی یوازېنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي او بیا به په درې یو ورځنیو او دوه شل اوریزو سیالیو کې هم د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

کرکټ بورډ زیاتوي: "په دغه سفر کې به د ټېسټ لوبه د جون په ۱۴مه پیل شي، ورپسې به د جولای په ۵مه، ۸مه او ۱۱مه نېټو افغان لوبډله د سیالې لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي چې په پای کې به یې د همدې میاشتې په ۱۴مه او ۱۶مه د بنګله‌دېش پر وړاندې په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ډګر ته ښکته شي."

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټېسټ لوبه به د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه پيل شي او بیا به د جولای په ۵مه، ۸مه او ۱۱مه نېټه درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شي او شل اوریزې سیالۍ د همدې میاشتې په ۱۴مه او ۱۶مه نېټو پلان شوي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ به ټیسټ لوبه د بنګله‌دېش په ډهاکه، یو ورځنۍ سیالۍ به په چټوګرام او شل اوریزې لوبه به یې په سیلهېټ ښار کې ترسره شي.

د یادو لوبلړیو په تړاو د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي ریس نصیب خان ویلي: "ډېر خوښ یم چې د ملي لوبډلې ډېر بوخت مهالوېش لرو، له سریلانکا وروسته به لوبډله بنګله‌دېش ته روانېږي او هیله من یم چې له یاد هېواد سره هم د تل په څېر غوره او له لاسته راوړنو ډکې سیالۍ ترسره کړو."

د یادونې ده چې افغان لوبډله به ډېر ژر خپلې راتلونکې نړیوالې سیالۍ له سریلانکا هېواد سره پيل کړي.