د پاکستان حکومت ځینې اعتراض کوونکي محاکمه کوي

تېره اوونۍ د عمران خان پلویانو د هغه تر نیونې وروسته تاوتریخجن اعتراضونه وکړل.

د پاکستان حکومت او پوځ ویلي چې هغه کسان به په پوځي محکمو کې محاکمه شي چې تېره اوونۍ یې د مظاهرو پر مهال پر پوځي تاسیساتو او دولتي ملکیتونو حملې کړې دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون چې یوه خپلواکه اداره ده، وایي چې له ملکیانو باید په هېڅ ډول په پوځي محاکمو کې تحقیقات ونه شي.

بل لور ته د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکیني صدراعظم عمران خان پرون د پاکستان د استخباراتو مرکزي اداره یا آی ایس آی تورنه کړې ده چې تېره اوونۍ د ده تر نیولو وروسته یې د مظاهرو پرمهال په ډزو او د اور اچولو په پېښو کې لاس درلود.

عمران خان ادعا کوي چې په دې برخه کې له ده سره اسناد شته.