د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د زرغون جام په نوم پیل شوې یو ورځنۍ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي دي.
د دې سیاليو پایلوبې ته د پامیرلیجینډز او میوند ډيفینډرز لوبډلو لار موندلې ده.
پایلوبه به یې د روانې مې میاشتې په ۱۶مه نېټه یعنې د چهارشنبې په ورځ د خوست په لوبغالي کې ترسره شي.
د میوند په لوبډله کې د افغانستان د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي، سمیع الله شینواری، نورعلي ځدراڼ او وفادار مومند په څېر نوموتي لوبغاړي لوبه کوي او د پامیر په لوبډله کې بیا د رحمت شاه زرمتی، محمدشهزاد، ظاهرخان، ریاض حسن او ګلبدین نایب په څېر مشهور لوبغاړي لوبېږي.
د دې سیالیو دوه نورې لوبډلې هندوکش ستوري او جونیرچمپینز بیا له مخکې تګ پاتې شول.