روسیې نن وویل، تر اوسه یې په دې اړه چې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو موافقه چې د ملګرو ملتونو او ترکیې په مرسته شوې او د اعتبار موده یې بل سبا، د مې په اتلسمه پای ته رسېږي، وغځوي که نه؟
د کریملین ویاند دیمتري پسکوف نن خبریالانو ته وویل چې په دغه موافقه کې د دوې د برخې په اړه ډېرې پوښتنې تر اوسه بې ځوابه پاتې دي چې د ده په خبره: "موږ یې باید په اړه پرېکړه وکړو."
د دغې موافقې له مخې د اوکراین د غلو صادراتو ته اجازه ورکول کېږي او همدارنګه د تفاهم له مخې د روسیې د خوړو او سرې د صادراتو مخه هم نه نیول کېږي.
روسیې په کراتو کراتو ګواښ کړی چې له دغې موافقې به ووځي او ادعایې کړې چې د دوی د خوراکي موادو د صادراتو په وړاندې خنډونه تر اوسه نهدي لیرې شوي.