د بشري حقونو سازمان: په افغانستان کې بشري ناورین دوام لري

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د بشري حقونو د څار سازمان يا هیومن رایټس واچ وايي، افغانستان که څه هم د رسنیو له سرخطونو لوېدلی، خو د دې سازمان په وینا په دې هېواد کې لا هم د بشري حقونو ناورین دوام لري.

د هیومن رایټس واچ د اسیايي څانګې مرستیاله پاټریشیا ګاسمن وايي، د افغانستان له دریو دوه برخې وګړي اوسمهال له غذايي نا امنۍ سره لاس او ګرېوان دي چې په دې ډله کې له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ اته لکه پنځه اویا زره ماشومان هم شامل دي.

د هغې په وینا، ښځې او نجونې تر ټولو زیات ګواښ سره مخامخ دي.

مېرمن ګاسمن وايي، د افغانستان روان بحران د ملګرو ملتونو غاړې ته دوه مهم مسوولیتونه اچوي.

یو دا چې بې‌وزلو افغانانو ته د مرستو رسول یقیني کړي او ورسره پر طالبانو فشار ته دوام ورکړي چې د بشري حقونو سرغړونو ته د پای ټکی کېږدي.