آی‌پي‌ایل؛ ګجرات لوبډلې 'پلې اف' ته لار وموندله

د ګجرات لوبډله چې راشدخان او نوراحمد هم په کې لوبېږي.

د هندوستان غوره لیګ یا ايې‌پي‌ایل سیالیو په سږني پړاو کې یو وار بیا ګجرات ټایټانز د پلې اف پړاو ته لار پيدا کړه.

ګجرات لوبډلې د مې په ۱۵مه سن رایزر حیدراباد لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د خپلو امتیازاتو مجموعه ۱۸ ته ورسوله او د لومړنۍ لوبډلې په توګه یې د پلې اف په پړاو کې خپل ځای پوښ کړ.

په یادې سیالۍ کې ګجرات لومړۍ توپوهنه کړې وه او د ۱۸۹ منډو هدف یې ټاکلی و چې حیدراباد یې په ځواب کې ۱۵۴ منډې وکړې.

د ګجرات لپاره شبمن ګېل سلیزه ووهله او د حیدراباد لپاره بیا په توپ اچونه کې بونیشور کومار ۵ لوبغاړي وسوځول.

راشدخان بیا په صفر وسوځېد او په توپ اچونه کې یې پرته د کومې وېکټې له اخيستلو ۲۸ منډې ورکړې.

دغه راز نوراحمد په ۲.۵ اورونو کې ۳۵ منډې ورکړې او کومه وېکټ یې وانه‌خیسته.

فضل حق فاروقي چې د حیدراباد لپاره لوبه کوي، په ۳ اورونو کې یې ۳۱ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخیسته.

د آی‌پي‌ایل سیالیو د نومرو په جدول کې تر دې دمه ګجرات ټایټانز لوبډله په لومړي، چینای سوپرګینګز په دویم، ممبي اینډینز په درېیم او لکهنو سوپرجاینټز بیا په څلورم مقام کې ځای لري.

د ویلو ده چې هره لوبډله د لیګ په پړاو کې ۱۴ سیالۍ ترسره کوي.