د ايران روغتيا وزارت د افغانستان د خوړو ملي ادارې سره همکاري کوي

د ایران بیرغ

د ایران د روغتیا وزارت مسوولانو ژمنه کړې چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سره هر اړخیزه همکاري کوي.

دا خبره باختر اژانس راپور کړې ده.

د خبر له مخې د طالبانو د روغتیا وزارت د خوړو او درملي ملي ادارې د مشر ډاکتر عبدالباري عمر په مشرۍ یوه پلاوي په ایران کې د دغه هېواد د روغتیا وزارت له مرستیال او د نړیوالو اړیکو له رییس محمد حسین نیکنام سره لیدلي.

په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران د اقتصادي اړیکو پر ټينګښت، خوراکي توکو، درملو او طبي محصولاتو په کیفیت، خوندیتوب، د ذکر شویو توکو د قاچاق د مخنیوي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو همکاریو بحث شوی دی.

د ایران حکومت که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو له یو بل سره ډیپلوماټیکې او رسمي اړیکې پالي.