د پاکستان ځايي چارواکي او پولیس وايي، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د دوو قومونو ترمنځ د وسلهوالې نښتې په پایله کې ۱۶ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
دا شخړه پرون د مې ۱۵مه په نیمه قبایلي سیمه 'دره ادم خېلو' کې شوې ده.
د پوليسو وياند فضل نعيم پرون د ازادې اروپا مشال راډيو ته وويل، د ډبرو سکرو د يوه کان د ملکيت پر سر د دواړو قومونو ترمنځ له اوږدې مودې راهيسې شخړه روانه وه او کله چې پرون د دې لانجې د هواري لپاره سره راټول شول نو نښته وشوه.
د فضل نعیم په وینا، د دې نښتې په پایله کې ۱۶ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.