د ترکیې د ټاکنو عالي بورډ وايي، د ولسمشرۍ دویم دور ټاکنې د مې په ۲۸مه ترسره کېږي.
احمد یینر په انقره کې یوې خبري غونډې ته وویل: "دا اوس ښکاره شوه چې هېڅ یوه کاندید د بریا لپاره لازمې رایې نه دي خپلې کړي. زموږ کمېټې پرېکړه وکړه چې د ټاکنو دویم دور به مخکیني مهالوېش پر اساس د مې په ۲۸مه چې یکشنبه به وي ترسره کړي."
په لومړي دور ټاکنو کې چې یکشنبه وشول اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان ۴۹ نیم سلنه او د هغه اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو نږدې ۴۵ فیصده رایې وګټلې.
څه باندې ۶۴ میلیونو ترکانو رایې کارولې دي.