احمدیېنیر: د ترکیې د ولسمشرۍ انتخابات دویم پړاو ته ولاړل

په ترکیه کې د ولسمشرۍ انتخاباتو د رایو شمېرنې له بهیره یو انځور

د ترکیې د انتخاباتو د کمېسیون مشر احمدیېنیر نن وویل چې د یکشنبې ورځې انتخابات دویم پړاو ته ولاړل.

د ترکیې د قوانینو له مخې د دوهم پړاو انتخابات به د مې په ۲۸مه ترسره شي.

د انتخاباتو د نتایجو له ننني اعلان وروسته معلومه شوه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان ۴۹،۵۱ سلنه رایې ګټلي، خو د پوره بریا لپاره یې لازمې رایې نه دي پوره کړي او د اردوغان اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو په سلو کې ۴۴،۸۸ رایې ګټلي.

اردوغان او قلیچدار اوغلو دواړو د انتخاباتو د دوهم پړاو هرکلی کړی.

د څارونکو په باور اردوغان له شل کلنې واکمنۍ وروسته، د لومړۍ ځل لپاره له جدي ننګونې سره مخامخ شوی دی.