ماموندزی: په نوي ډیلي کې افغان سفارت د طالبانو حکومت ته نه دی سپارل شوی

په ډیلي کې د افغانستان سفارت

په نوي ډیلي کې د جمهوري نظام د مهال سفیر وايي چې افغان سفارت د طالبانو حکومت ته نه دی سپارل شوی.

فرید ماموندزي په یوه ویډیويي پیغام کې چې نن خپور شو ویلي، د سفارت یوه کارکوونکي، قادرشاه هغه مهال چې دی په سفر تللی و هڅه وکړه د طالبانو په استازیتوب د سفارت واګي په لاس کې واخلي، خو د ده په وینا نوموړی بریالی نه شو.

مخکې له دې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین ازادي راډیو ته ویلي و چې د دوی حکومت قادرشاه په هند کې د افغانستان سفارت ته د نوي شارژدافېر په توګه معرفي کړی.

د هند حکومت تراوسه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

په بهر کې د افغانستان ډېری ډيپلوماتیکي استازولۍ لا هم د پرځېدلي جمهوري نظام د ډيپلوماتانو په ولکه کې کې دي، خو ایران، پاکستان، چین، روسیې او د منځنۍ اسیا ځينو هېوادونو دا استازولۍ طالبانو ته سپارلې دي.