نن د افغانستان په ۲۳ ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شو

ارشیف: د کابل یوه څنډه کې واکسیناتورانې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیقوي

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې نن د ماشومانو د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شو.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي چې د دې کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم‌عمره نږدې شپږ نیم میلیون ماشومانو ته د پولیو پرضد د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د پولیو دویمه پېښه د یکشنبې په ورځ د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوه.

د سږني کال لومړنۍ پېښه هم په دې ولسوالۍ کې ثبت شوې وه.

پولیو په نړۍ کې له منځه تللې خو افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې لاهم د پولیو مثبتې پېښې لري.