له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه د ټولو مرکو متن غوښتل شوی

د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ريیس مایکل مککال

د امریکا د کانګرس یوه مخکښ غړي د تحقیقاتو لپاره له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د نامنظمه وتلو په اړه د ټولو مرکو د متن غوښتنه وکړه.

د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ريیس مایکل مککال پرون یکشنبې په رسمي ډول د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنځو هغو پخوانیو او اوسنیو چارواکو د مرکو غوښتنه کړې چې له افغانستانه د بې بندوبسته وتلو په پروسه کې ښکېل وو.

مککال په خپل بیان کې ویلي، دوی د روانو څېړنو په ترڅ کې دې نتیجې ته رسېدلي چې پنځه تنه مهم معلومات لري چې له افغانستانه د بایډن د حکومت له ناورینه ډک وتل څرنګه او ولې د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو، د ۴۷ نورو د ټپي کېدو او په هغه هېواد کې چې د تروریستانو له لوري کنټرولېږي، د څه باندې زرو امریکايي اتباعو او زرګونو افغان شریکانو د پاتې کېدو سبب شو.

ده ټینګار کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ۵ پخواني او اوسني چارواکي باید بې ځنډه د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو له کمېټې سره خبرې وکړي.