طالبانو په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته نوی شارژدافېر معرفي کړی

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ريیس سهیل شاهین وايي چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د طالبانو د حکومت له لوري نوی شارژدافېر معرفي شوی دی.

شاهین نن دوشنبې ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي: "قادرشاه، چې هلته یې سفارت کې کار کاوه، د اوس لپاره شارژدافېر ټاکل شوی."

ازادي راډیو په هند کې د افغانستان له سفیر فرید ماموندزي سره تماس ونیوه چې ایا لا هم د سفیر په توګه دندې ته دوام ورکوي او که نه خو هغه ځواب ونه وایه.

مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې ماموندزی بریتانیا ته تللی او د هند حکومت ډیلي ته د بېرته تګ اجازه نه ده ورکړې.

خو د هند حکومت تر اوسه پورې رسماً څه نه دي ویلي.