قليچدار اوغلو د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو هرکلی کړی

د ترکیې د رایو شمېرنې له بهیره یو انځور

د ترکیې د اپوزیسیون مشر او په انتخاباتو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو نن دوشنبې وویل چې د دویم پړاو انتخاباتو هرکلی کوي.

داسې ښکاري چې په پرونیو انتخاباتو کې هېڅ کاندید پنځوس سلنه رایې نه‌دي ګټلي او د ترکیې د قوانینو پر اساس په دې صورت کې باید د مې په ۲۸ نېټه د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ بیا انتخابات ترسره شي.

قلیچدار اوغلو نن سهار وختي د خپل ګوند په مرکزي دفتر کې په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل، که ملت د بل پړاو انتخاباتو غوښتونکی وي، هرکلی یې کوي.

په همدې حال کې د ترکیې د انتخاباتو د عالي شورا ریيس نن سهار وویل، د څه کم ۹۲ سلنه شمېرل شویو رایو پر اساس اردوغان ۴۹ اعشاریه ۴۹ او قلیچدار اوغلو ۴۴ اعشاریه ۷۹ رایې ګټلي دي.

خو یو ساعت وروسته د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو راپور ورکړ چې په ۹۷ اعشاریه ۹۵ سلنه شمېرل شویو رایو کې اردوغان ۴۹ اعشاریه ۳۴ او سیال یې قلیچدار اوغلو ۴۴ اعشاریه ۹۹ رایې خپلې کړي دي.

له بلې خوا ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، د ده د رایو شمېر به نور هم زیات شي.

ده چې په انقره کې د خپل ګوند، عدالت او پرمختګ په مرکزي دفتر کې خپلو پلویانو ته خبرې کولې، وویل، اوس هم تر خپل نږدې سیال لږ تر لږه ۲ میلیونه او ۶ سوه رایې زیاتې لري او په وینا یې باور لري چې د ټولو رایو د شمېرلو په پای کې به دا توپیر نور هم ډېر شي.

خو وروستي راپورونه ښيي چې د اردوغان د رایو فیصدي یو څه نوره هم کمه شوې ده.

کتونکي وايي، دا له شلو کلونو وروسته لومړی وار دی چې رجب طیب اردوغان له سختې ننګونې سره مخامخ شوی دی.