نن د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيلېږي

ارشیف: د کابل یوه څنډه کې واکسیناتورانې د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال

نن د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ یا پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیلېږي.

د دغه کمپاین په ترڅ کې به چې تر پنجشنبې، د مې تر ۱۸مې نېټې پورې دوام وکړي، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په وینا له پنځو کلونو کم‌عره شاوخوا ۶ ميلیونه ماشومان واکسین شي.

د پولیو ضد واکسینو دغه کمپاین داسې مهال پیلېږي چې په وروستیو درې ورځو کې په ننګرهار کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې.

دا په روان ۲۰۲۳ کال کې د پولیو لومړنۍ مثبتې پېښې دي چې یوه یې د دې ولایت په بټي کوټ او بله په کوټ ولسوالیو کې ثبت شوې دي.

تېر ۲۰۲۲ کال هم په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.