ترکيه کې د ترسره شويو ټاکنو پايله تر اوسه نه‌ده په ډاګه شوې

د ترکیې له ټاکنو وروسته د رایې شمېرنې بهیر

د ترکیې د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو چې پرون یکشنبې په دې هېواد کې ترسره شول، نتیجه یې تر اوسه نه‌ده څرګنده.

دغه انتخابات د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لپاره له دې اړخه ټاکونکې دي چې ایا نوموړی به چې دوه لسیزې یې واک په لاس کې دی، وکولای شي د پنځو نورو کلونو لپاره په قدرت کې پاتې شي او که‌نه.

په دغو ټاکنو کې د ۶۹ کلن اردوغان نږدې سیال کمال قلیچدار اوغلو دی چې ژمنه یې کړې ترکیه به بېرته د زیاتې ډیموکراسۍ لارې ته سیخ کړي.

که په لومړي پړاو کې هېڅ یو کاندید ونه‌شي کولای څه باندې پنځوس سلنه رایې وګټي، دویم ځلې انتخابات به د می په ۲۸ د لومړي دور د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ بیا ترسره کېږي.