د پاکستان پر يوه پوځي مرکز د بريد پر مهال ۱۳ کسان وژل شوي

ارشیف

د پاکستان پر یوه پوځي مرکز کې د حملې په نتیجه کې ۱۳ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ نن یکشنبې وویل، دا کسان د پاکستان د ملېشه ځواک پر یوه سرحدي اډه د وسله‌والو په هغه حمله کې ووژل شول چې د جمعې په شپه پیل شوې وه او د شنبې تر سهاره یې دوام وکړ.

د پاکستان پوځ وايي، وسله‌والو د بلوچستان ایالت په مسلم باغ کې پر یوې سرحدي اډې برید وکړ او درې کورنۍ یې په یوه کور کې یرغمل کړې.

تراوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.