کابل او يو شمېر ولايتونو کې زلزله شوې

ارشیف

د هند د زلزله پېژندنې ملي مرکز وايي، یوه زلزله، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۳ درجې و، نن سهار کابل او د افغانستان ځینې نورې سیمې ولړزولې.

دغه مرکز د دې زلزلې د مرکز په اړه څه نه‌دي ویلي خو د افغانستان د اکثرو زلزلو مرکز په بدخشان کې وي.

له تېرو دوو مياشتو راهيسې دا درېيمه زلزله ده چې کابل او شاوخوا ولايتونه لړزوي.