د اوکراین ولسمشر برلین ته رسېدلی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره د روغبړ پر مهال

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د جرمني له مشرانو سره د مهمو خبرو لپاره برلین ته لاړ.

زیلینسکي نن سهار وختي د سختو امنیتي تدابیرو په منځ کې له ایټالیا څخه جرمني ته ورسېد.

دی دا سفر وروسته له دې کوي چې جرمني د روسیې د یرغل په وړاندې اوکراین ته د ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه.

تمه ده چې زیلینسکي به د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ او ولسمشر والتر شتاین مایر سره وویني.